ads

په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان لایت سیمه ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ترسره شوه عملياتو پرمهال لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتي ده.

احسان الله ولسمل
16 لیندۍ 1399
په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په دهراود ولسوالۍ د افغان کمانډوځواکونو قوماند تورن کبیرخان کليد ته وويل، افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان پر پټنځايونو بريدونه ترسره کړي، چې پرمهال یې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
افغان ګډو ځواکونو د يادي ولسوالۍ شاخوا نږدي کليو کې عمليات ترسره کړي دي چې پرمهال يې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي.
هغه وايي، دامهال ياده ولسوالي په بشپړ ډول دافغان ځواکونو په ولکه کې ده.
په ورته مهال د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل هم وايي، په يادې ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه څرګندوي، په وژل شوه طالبانو کې د دغه ولايت لپاره د طالبان د نومول شوي والي مرستيال طالب يار هم وژل شوی دی.
د دغه په خبره، دامهال ولسوالۍ دافغان ځواکونو په لاس کې ده.
وسله والو طالبانو تردامهاله په دي اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA