ads

ایټالیا او لیبیا دفاعي هوکړه لاسلیک کړه

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ایټالیا او لیبیا وړمه ورځ د دفاعي همکاریو ډېرېدو، ښوونې او روزنې او نورو نظامي خدمتونو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړه.

محمدخان بریال
16 لیندۍ 1399
ایټالیا او لیبیا دفاعي هوکړه لاسلیک کړه

د سرچینو په وینا، دا هوکړه د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر منځ لاسلیک شوې ده.
د لاسلیک شوې هوکړې هدف د ایټالیا او لیبیا تر منځ نظامي همکاري ډېروي او د لیبیا نظامیانو ته زمینه برابروي چې په ایټالیا کې نظامي زده کړې تر سره کړي.
د لیبیا سیمه‌ییزو او امنیتي چارواکو ویلي، د شوې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه د نظامي زده کړو په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي او په نورو برخو کې به هم همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده چې چې له ۱۹۱۱ میلادي کاله بیا تر ۱۹۴۳ میلادي کاله پورې لیبیا د ایټالیا تر ښکېلاک لاندې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA