سولې ته د رسېدو لپاره ملي اجماع مهمه ده

جمهور ریس محمد اشرف غني د شنبې پر ورځ د مصالحې عالي شورا په لومړۍ ناسته کې د خپلې وينا پرمهال وويل، په دوحه کې د سولې لومړی پړاو پای ته رسېدلی او د حکومت مرکچي پلاوي د اساسي قانون له ارزښتونو، جمهوريت، يووالي او د لویې جرګې له پرېکړو په قوت سره استازيتوب وکړ.