نوموړي زياته کړه، د مذاکراتو په دويم پړاو کې به د مشورې اړتيا د هرې اوونۍ په تېرېدو سره زياته شي او پيل یې همدا لومړۍ ناسته ده.
بل لور ته د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وويل، د سولې تګلاره، سولې ته د رسېدو لپاره کوم ګامونه پورته شي، څه ډول شونې ده چې د خلکو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي او ترڅنګ یې ملي بنسټونه هم زيان ونهويني، هغه پوښتنې دي چې د مصالحې عالي شورا ورسره مخ ده.
نوموړي زياته کړه، د يادې شورا رهبرۍ کمېټې د کار پيل د ملي اجماع د تقويه کېدو په برخه کې مهم ګام دی او دا شورا د تصميم نيونې او د سياسي اجماع د پياوړې کېدو مسووليت لري.
پخوانی جمهور رییس حامد کرزی بيا د مصالحي عالي شورا لومړۍ ناسته مهمه بولي او زياتوي، سولې ته رسېدو لپاره به هڅه وکړي، خو دا هڅې هغه مهال پايلې ته رسېدی شي چې ټول اقشار په اتحاد او يووالي سره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه، د مصالحې عالي شورا د ناستو د ښهوالي او بشپړوالي په هدف نور سياسي مشران چې نهدي رابلل شوي، بايد راوبلل شي.
په ورته وخت کې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ملي اجماع او يووالي روحيې پر تقويه کېدو ټينګار وکړ او وېويل، اړتيا ده چې داخلي اجماع پياوړی شي او دا اجماع بايد داسې جوړه شي چې د هر ډول غښتلو ضرباتو پر ړاندې مقاومت ولري.
د مصالحې عالي شورا لومړۍ ناسته په داسې حال کې په ارګ کې جوړېږي چې موده مخکې د جمهوري رياست لهخوا د دغې شورا د عمومي مجمع نوملړ د عبدالله عبدالله په ګډون د يو شمېر سياسي مشرانو له غبرګون سره مخ شوی و، مصالحې عالي شورا ويلي وو چې د دغې مجمع ترتیب د يادې شورا مسووليت دی، نه د جمهور رییس غني.
سولې ته د رسېدو لپاره ملي اجماع مهمه ده
جمهور ریس محمد اشرف غني د شنبې پر ورځ د مصالحې عالي شورا په لومړۍ ناسته کې د خپلې وينا پرمهال وويل، په دوحه کې د سولې لومړی پړاو پای ته رسېدلی او د حکومت مرکچي پلاوي د اساسي قانون له ارزښتونو، جمهوريت، يووالي او د لویې جرګې له پرېکړو په قوت سره استازيتوب وکړ.
نوموړي زياته کړه، د مذاکراتو په دويم پړاو کې به د مشورې اړتيا د هرې اوونۍ په تېرېدو سره زياته شي او پيل یې همدا لومړۍ ناسته ده.
بل لور ته د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وويل، د سولې تګلاره، سولې ته د رسېدو لپاره کوم ګامونه پورته شي، څه ډول شونې ده چې د خلکو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي او ترڅنګ یې ملي بنسټونه هم زيان ونهويني، هغه پوښتنې دي چې د مصالحې عالي شورا ورسره مخ ده.
نوموړي زياته کړه، د يادې شورا رهبرۍ کمېټې د کار پيل د ملي اجماع د تقويه کېدو په برخه کې مهم ګام دی او دا شورا د تصميم نيونې او د سياسي اجماع د پياوړې کېدو مسووليت لري.
پخوانی جمهور رییس حامد کرزی بيا د مصالحي عالي شورا لومړۍ ناسته مهمه بولي او زياتوي، سولې ته رسېدو لپاره به هڅه وکړي، خو دا هڅې هغه مهال پايلې ته رسېدی شي چې ټول اقشار په اتحاد او يووالي سره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه، د مصالحې عالي شورا د ناستو د ښهوالي او بشپړوالي په هدف نور سياسي مشران چې نهدي رابلل شوي، بايد راوبلل شي.
په ورته وخت کې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ملي اجماع او يووالي روحيې پر تقويه کېدو ټينګار وکړ او وېويل، اړتيا ده چې داخلي اجماع پياوړی شي او دا اجماع بايد داسې جوړه شي چې د هر ډول غښتلو ضرباتو پر ړاندې مقاومت ولري.
د مصالحې عالي شورا لومړۍ ناسته په داسې حال کې په ارګ کې جوړېږي چې موده مخکې د جمهوري رياست لهخوا د دغې شورا د عمومي مجمع نوملړ د عبدالله عبدالله په ګډون د يو شمېر سياسي مشرانو له غبرګون سره مخ شوی و، مصالحې عالي شورا ويلي وو چې د دغې مجمع ترتیب د يادې شورا مسووليت دی، نه د جمهور رییس غني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ