ads

د افغانستان د خلکو باور جبهې فعالیت پیل کړ

د افغانستان د خلکو باور جبهې رییس محمد عارف شاه جهان د شنبې پر ورځ د يادې جمهې د رامنځ‌ته کېدو په مراسمو کې وويل، له دې لارې غواړي چې د ملي او اسلامي ارزښتونو د خوندي پاتې کېدو او د ملي يووالي روحيې د لا تقويه کېدو په برخه کې کار وکړي.

منصور یوسفزی
15 لیندۍ 1399
د افغانستان د خلکو باور جبهې فعالیت پیل کړ

نوموړي زياته کړه: «دوی پر هېڅ کوم سياسي بهير پورې تړلي نه‌دي، د افغانستان لپاره کار کوي او خلکو ته حساب ورکونکي دي.»
په ورته وخت کې د يادې جبهې د رهبرۍ غړی عبدالله افضلي بيا وايي، د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره یې تر سلامشورو وروسته د خلکو له حقونو څخه د دفاع، د افغانستان د سولې، بيارغونې او برخليک په برخه کې د تاثیر لرونکې ونډې درلودو په هدف یې دا جبهه رامنځ‌ته کړه.
بل لور ته د ولسي جرګې پخوانۍ او د دغې جبهې د رهبري هيت غړې صفورا الخاني بيا وايي، د هېواد اوسني وضعيت ته په کتو، د سولې خبرو څرنګوالي، د ښې حکومت‌والۍ څرنګوالي، له فساد سره د مبارزې او د هېوادوالو ترمنځ ټولنیز عدالت ټينګښت په هدف یې له يو شمېر سياسي، فرهنګي ټولنیز، علمي او با نفوذه څېرو سره په ګډه دا جبهه رامنځ ته کړه او په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې بېړنی اوربند وکړي.
د هغه په وینا: «دا جبهه به د ټولنې د بېلابېلو اقشارو او حکومت ترمنځ د باور فضا رامنځ‌ته کړي.»
د افغانستان د خلکو باور جبهې خپل جوړښت په داسې مهال اعلان کړ چې نن په ارګ کې د مصالحې عالي شورا لومړۍ ناسته وشوه، په دې ناسته کې ګډونوالو ډېر ټينګار د ملي اجماع پر تقويه کېدو وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA