هغه په ورته وخت کې له امریکایانو غوښتي چې د دې وبا د مخنیوي لپاره دې د ماسکونو کارولو ته لومړیتوب ورکړي.
وړاندې په سرپټو ځایونو کې تر خپله وسه د ماسک اچولو سپارښتنه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یو ځل بیا په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له امله ۲۵۰۰ تنه مړه شوي او ۲۲۵ زره نور پرې اخته شوي دي.
تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر یو میلیون ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


