د کورنیو چارو وزارت وایي وسلوالو طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۱۶۸ ماین چاودنې او ۱۶ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي چې له کبله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي په یادو چاودنو او د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې ۱۳۴تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲تنه نور یې ټپیان شوي.
د نوموړي په خبره افغان ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د وسلوالو طالبانو ډله ییزو بریدونو ته ځواب ورکړی او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ