ads

په خوست کې یوې چاودنې د یوه نظامي ژوند واخېست

د چهارشنبې مازديګر شاوخوا څلور بجې د خوست ښار ختيځ ته د زاړه هوايي ميدان ترڅنګ چاودنه شوې چې له کبله يې یو نظامي کس وژل شوی او ۶ ملکيان ټپيان شوي دي.

بختاجان بختیار
13 لیندۍ 1399
په خوست کې یوې چاودنې د یوه نظامي ژوند واخېست
خوست

د خوست امنيتي چارواکي پدې تړاو څه نه وايي، خو د خوست د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر ګل محمدين محمدي وايي چې د پېښې له ځايه د خوست ملکي روغتون او ترڅنګ يې د ببري ګل په نوم یوۀ خصوصي کلينيک ته یو جسد او شپږ ټپيان ور وړل شوي.

نومړی زیاتوي چې وژل شوی کس نظامي دی او ټپیان ملکي وګړي دي.

تراوسه د چاودنې دنوعیت په تړاو کره جزیات نشته، خو د سيمي د اوسېدونکو په وينا چې چاودنه د موټر بم په ذريعه شوې او هدف يې د کمپاين په نوم ځواکونه وو.

د یادونې ده چې د خوست په زاړه هوايي ميدان کې اوس مهال امريکايي او همداشان د کمپاین په نوم  ځواکونه  شتون لري.

تراوسه ددې پېښې په هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA