نوموړي ویلي چې د طالبانو او افغان دولت مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د طرزالعمل له نهايي کېدو هرکلی کوي او تمه یې ښودلې چې دواړه لوري په سراسري اوربند توافق وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا په مذاکراتو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېږي.
مایک پمپیو ټینګار کړی چې مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړو د کمېدو او دایمي اوربند سبب شي.
تر دې وړاندې هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې تر ټولو ډېر ټینګار پر اوربند وي.
افغان حکومت هم وایي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سنبلې پر ۲۲مه نېټه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ناسته وشوه، خو دواړه لورو د چهارشنبې ورځ خبر ورکړ چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلارې یې هوکړه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ