ads

د کورونا ۲۷۶ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۷ زره او ۲۵۶تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
13 لیندۍ 1399
د کورونا ۲۷۶ نورې پېښې ثبت شوې

د دغه وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکی وایي چې ، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۹ تنه مړه شوي او ۲۷۶ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۸۴۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۳۰۲تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA