ads

د کورنیو چارو وزارت: په لوګر کې ځواکونو د چرسو یوه زېرمه له منځه وړې ده

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د لوګرو محمد آغې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د چرسو یوه زېرمه له منځه وړې ده.

شمس الرحمن شمس
13 لیندۍ 1399
د کورنیو چارو وزارت: په لوګر کې ځواکونو د چرسو یوه زېرمه له منځه وړې ده

له دغه وزارت څخه په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده زېرمه کې د ۱۵۰ کیلو ګرامه چرس ځای پر ځای شوي و چې د ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې کش او د قانون له مخې په سیمه کې له وسوځول شول.

خبرپانې کې ویل شوي چې نشه يي توکي د وسلوالو طالبانو د مالي ملاتړ له سرچینو څخه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د چرسو استعمال په ځانګړې توګه د ځوانانو لخوا زیات شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA