ads

د ننګرهار د کانال اړوند په مالټو باغونو چور روان دی

د مالټو د باغونو مسولین وایي، چې د شپې له خوا یې وسله وال غله او زورواکي د مالټو حاصلات په زوره غلا کوي.

جان اغا صالح
13 لیندۍ 1399
د ننګرهار د کانال اړوند په مالټو باغونو چور روان دی

دوی ځایي چارواکي هم په دې برخه کې پر ناغیړۍ تورنوي او وایي، تراوسه یې د یادو وسله والو کسانو مخنیوی نه دی کړی.

خو د کانال ریاست مسولین وایي،د دې ادارې اړوند د مالټو فارمونه یې ځینو قرارداد کوونکو ته ورکړي او ورسره هوکړه شوې چې د باغونو ساتنه به په خپله کوي.

د ننګرهار د کانال اړوند د مالټو د باغونو حاصلات زورواکي چور کوي.

په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال اړوند د مالټو د باغونو مسولین شکایت کوي چې، زور واکي او نور وسله والو غله یې د شپې له خوا په زوره د مالټو راټول شوي حاصلات چور کوي چې، دوی یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

باغداران پر ځایي چارواکو هم نیوکه کوي چې د یادو وسله والو کسانو د مخنیوي په نیولو کې پاتې راغلي نه یې د مالټو د باغونو د ساتنې لپاره اړین اقدامات کړي دي.

 ((د شپې له خوا راځي خلک وسله وال وي غله دي، زورواکي هم په کې شته او زمونږ راټول شوي د مالټو حاصلات بس په زوره راڅخه اخلي او وړي.))

د مالټو د باغونو مسولین اندیښنه لري که حکومت د دولتي باغونو د ساتنې لپاره جدي اقدامات ترسره نه کړي او د حاصلاتو د راټولو پر مهال د غلو او زورواکو مخنیوی ونه نیسي، دوی ته به یې د ګټې پر ځای توان ور ورسوي.

(( که چیرته پولیس د شپې له خوا ګزمه وکړي او د باغونو ساتنه وکړي نو تر ډيره به د غلو مخه هم ونیول شي او هم به زمونږ حاصلات له غلو په امن وي.))

په همدې حال کې مسولین وایي، چې د کانال اړوند د مالټو فارمونه به سږکال شاوخوا ۱۹ سوه ټنه حاصل ولري.

د کانال ریاست مطبوعاتي مسول سید همایون غریبمل وایي، د مالټو باغونه یو شمیر قرادایانو ته ورکړي او له دوی سره هوکړه شوې چې د مالټو د فارمونو ساتنه به په خپله کوي.

((سږنې حاصلات به د مالټو ۱۹ سوه ټنه وي او تمه شته چې راتلونکی کال به له دې هم زیات وي، د فارمونو د ساتنې لپاره له اړونده قرارداد کوونکو سره هوکړه شوې چې د فارمونو ساتنه به خپله کوي.))

د نوموړي په خبره سږکال یې د کانال اړوند ځمکو کې په ۴۳ هکتاره ځمکه کې شاوخوا ۱۵ زره د مالټو نوي نیالګي کینولي، چې په راتلونکي څو کلونو کې به حاصلات ورکړي چې تر ډیره به له پاکستانه د مالټو د واریدو مخنیوی وشي.

(( مونږ د سترسو د باغونو د زیاتوالي لپاره هم هڅه کې یو، سږکال مو په ۴۳ هکتاره ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ کړي او لا یې دزیاتیدو په هڅه کې یو.))

د ننګرهار کانال ادارې له لوري د دې ولایت په بټي کوټ او ځینو نورو سیمو کې په ۶۱۰ هکتاره ځمکه د سترسو باغونه جوړ شوي چې زیاته اندازه یې د مالټو دي، چې هر کال یې د حاصلاتو پرمهال د هیواد له بیلابیلو سیمو خلکو خوراک او لیدو ته راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA