ads

د سولې ستړی مزل او نوې هیله

تبصره ۳ دسمبر ۲۰۲۰

کلید
13 لیندۍ 1399
د سولې ستړی مزل او نوې هیله

تر اوږده او ستړي‌کوونکي ځنډ وروسته، بالاخره د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو د بین‌الافغاني مذاکراتو پر کاري طرزالعمل هوکړه وکړه. حکومت او طالبانو ویلي چې د مقدمې په شمول دغه طرزالعمل تکمیل شوی او ډېر ژر به د مذاکراتو له‌پاره پر اجنډا هم بحثونه شي.

طالبانو څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې د مذاکراتو پر کاري طرزالعمل هوکړې ته رسېدلي دي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي ویلي وو چې په مقدمه باندې زیات بحث ته اړتیا ده.

په هرحال اوس چې په طرزالعمل او مقدمې دواړو لوریو توافق کړی، دا د افغانستان سولې په پروسه کې یو ښه پرمختګ او مثبت ګام دی، خو دا هم باید وویل شي چې اصلي خبرې لا پاتې دي او ښايي د سولې بهیر او مذاکرات خپلې پېچلتیاوې او سختۍ ولري.

دا چې دغه پرمختګ به تر کومې کچې د سولې په اړه پراخو او مثبتو بحثونو ته زمینه برابره کړي او تر کومې کچې به د مذاکراتو له‌پاره پر اجنډا جوړولو مثبت اغېز پرېباسي، لا نه‌ده معلومه او له وخت مخکې ده چې په دې اړه تبصره او بحث وشي. خو د افغانانو عمومي غوښتنه دا ده چې د سولې پلاوي دې اوس په خپله اجنډا کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته ځای ورکړي او باید پرې نه‌ږدي چې تر دې زیات د بې‌ګناه افغانانو وینې تويې شي.

دا د ولس تر ټولو عمده او اساسي غوښتنه ده چې د افغان حکومت له لوري هم په ځلونو ځلونو مطرح شوې، خو طالبانو یې پر وړاندې تمکین نه‌دی کړی او هغه يې سیاسي کړې او استدلال کوي چې په یوه خاصه مرحله کې به مطرح شي.

پر کاري طرزالعمل تر توافق وروسته چې بله کومه موضوع مطرح کېږي، هغه د مذاکراتو ګړندیتوب او چټکوالی دی. په مذاکراتو کې ځنډ؛ چې تر پیل وروسته يې څه کم درې میاشتې وخت ونیو، خلک يې له دغه بهیر څخه څه ناڅه نهیلي کړي دي. که چېرته مذاکراتي ټیمونه دا بهیر ګړندی نه‌کړي او چټکتیا ونه‌مومي، نهیلۍ او بې‌باورۍ به په خپل ځای پاتې وي.

که څه هم دواړو مذاکراتي ټیمونو پر طرزالعمل د توافق خبر ورکړی او د هغه په نسبت يې خوشبینۍ ښودلې ده، خو تراوسه په دې توافق کې راغلي جزئیات له ولس سره شریک شوي نه‌دي او څوک نه پوهېږي چې څه په کې راغلي. حال دا چې په دې اړه هرڅه باید ډېر ژر شریک شي او خلکو ته معلومات ورکړل شي. ځکه دمګړۍ هېڅوک د طرزالعمل او مقدمې د جزئیاتو په اړه معلومات نه‌لري او په دې نه‌پوهېږي چې حکومتي او طالب استازو پر څه ‌شي سره توافق کړی؟ او آیا دغه توافق کولای شي چې په ‌اصلي خبرو اترو کې د سولې په برخه کې مثبتو پرېکړو ته لاره پرانیزي او که څنګه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA