له دغو وزیرانو څخه درې تنه پر دې وتوانېدل چې د ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړي، خو پاتې نور یې د ولسي جرګې له لوري رد شول.
د سرحدونو او راستنېدونکو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم د ۲۰۹ رایو په تر لاسه کولو، د اقتصاد وزارت لپاره نومانده کریمه حامد فریابي د ۱۳۶ رایو په ترلاه کولو، د عامې روغتیا وزارت ته نوماند احمد جواد عثماني د ۱۴۵ رایو په تر لاسه کولو د ولسي جرګې له لوري نوي ټاکل شوي وزیران ومنل شول.
ولسي جرګې د پوهنې وزارت لپاره نوماندې رنګینې حميدي، د کلیو او پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي ته د باور رایه ورنکړه.
د ولسي جرګې رییس میر الرحمن رحماني له جمهور رییس غني وغوښتل چې د یادو دوو وزارتونو لپاره نوي وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني.
د افغانستان د قوانینو پر اساس، د جمهور رییس غني د لوړې تر مراسمو وروسته باید ژر کابینه اعلان شوې وای، خو د اختلافونو له کبله دا بهیر وځنډول شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ