ads

 د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ خښتو په بټیو کې درې زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

ددې ولایت د کارو او ټولینزو چارو مسولین وایي، هڅه کوي پر درنو کارونو بوخت ماشومانو ته په نورو برخو کې د کار زمنیه برابره کړي، چې په همدې موخه یې نن د خښتو د بټيو له مالکین سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې، له مخ به د بټیو مالکین اجازه نه لري چې، پر کم عمره ماشومانو په بټیو کې کار وکړي.

جان اغا صالح
12 لیندۍ 1399
 د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ خښتو په بټیو کې درې زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

۱۸ کلن ګردیز خان لا کوچنی و، چې دکورنۍ سرپرستي ورترغاړه شوه او د خښتو بټيو ته یې مخه کړه.

هغه تر اتم ټولګي زده کړې کړي خو بې وزلۍ دې ته اړ کړ چې، ښوونځی په نیمایي کې پریږدي او د کورنۍ نفقې ګټلو ته مخه کړي.

ګردیز خان اوس د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې کار کوي، هغه هره ورځ تر پنځه سوه پورې خښتې برابروي خو وایي، ژوند یې په سختیو کې تیریږي.

(( لس کاله کیږي چې خښتو ته مې مخه کړې کورنۍ مو بې وزله ده او همدا زه یې د ګټې وټې یم، مکتب مې تر اتم ټولګي ویلی خواوس مې لوی ارمان زده کړې دي.))

د ګردیز خان په څیر نور ماشومان هم شته چې له غریبۍ یې سختو کارونه ته اوږه ورکړې او په کم عمر د کورنۍ مسولیت ورسپارل شوې او زده کړې ترې پاتې دي.

د مالوماتو له مخې د ننګرهار کې په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې درې زره ماشومان په درندو کارونو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهار شنبې په ورځ د دې  ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریاست د خښتو د بټيو له مالکينو سره یوه هوکړه هم لاسليک کړ چې، له مخې یې دبټيو مالکين حق نه لري چې پر کم عمر لرونکو ماشومانو کار د خښتو کار وکړي.

 د کارو او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي، د یاد هوکړه لیک له مخې له دې وروسته د بټیو مالکین اجازه نه لري چې، پر هغو ماشومانو چې عمرونه تر ۱۴ کلونو دي په بټیو کې کار وکړي.

((نن چې کوم هوکړه لیک د کار ټولینزو او بټیو د اتحادې ترمنځ لاسلیک شو، تر ډیره په کې د ماشوم حق ته پام شوی او له دې وروسته به په بټیو کې پر ماشومانو درانه کارونه نه کیږي.))

په همدې حال کې د خښتو په بټیو کې یو شمیر کورنۍ چې له خپلو اولادونو سره کار کوي وایي، چې د بټيو مالکین یې له مجبوریته ګټه اخلي او زیاتره یې له دوی سره د پیسو په بدل کې له کلونو راهیسې ګرو دي.

 (( نوم مې امان الله کلونه کیږي چې د سرخرود د خښتو په بټیو کې کار کوم او د پېسو په بدل کې ګرو یم، له خپلو وړ اولادونو سره هره ورځ کار کوم ترڅو قرض شوې پېسې پوره کړم.))

خو د سره رود ولسوالۍ د خښتو د بټيو د اتحادې مرستیال محمود جان اغا د خلکو شکایتونه نه مني او وایي، تر ډیره یې هڅه کړې چې خلکو ته دکار زمینه برابره کړي.

((مونږ په چا ظلم نه کوو او نه مو کړی هڅه مو کړې چې خلکو ته کار برابر کړو او پر ماشومانو هم مونږ کار نه کوو، خو د دوی کورنۍ ورڅخه په کار کې استفاده کوي.))

په ختیځ کې د دولتي ادارو تر څنګ یو شمیر خصوصي او نړیوالې ادارې هم د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، خو د خلکو په خبره هاغسې چې لازمه ده کار یې نه دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA