ads

د اقتصادي پیاوړتیا په موخه پکتیکا کې ۱۲۰ مېرمنو ته شنې خونې ورکړل شوې

د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ۱۲۰ مېرمنو ته د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا په موخه شنې خونې په واک کې ورکړل شوې.

خیرالدین ذکي
12 لیندۍ 1399
د اقتصادي پیاوړتیا په موخه پکتیکا کې ۱۲۰ مېرمنو ته شنې خونې ورکړل شوې

مسولین وايې مېرمنې به له یادو شنو خونو څخه د خپل ځان او کورنۍ اقتصادي ستونزې حلوي او له همدې لارې به په مناسبه اندازه عاید ولري.

پر همدې مهال مېرمنې وايې د ډیری کورنیو سرپرستي دوی ته ور تر غاړه ده، د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دا ډول پروژې ډېر حیاتي ارزښت ورته لري.

د پکتیکا کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر حقیار وايې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه يې ۱۲۰ مېرمنو ته شنې خونې ورکړې.

هغه څرګندوي په یادو شنو خونو څلور میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په خبره يې مېرمنې به تر ډېره پر خپل ځان بسیا کړي.

« هرې مېرمنې ته يې یوه دانه شنه خونه ورکول کېیږي چې په ټولیز ډول به ۱۲۰ مېرمنې او کورنۍ يې له دې خونو څخه برخمنې شي، دوی ته زموږ د ښځېنه فني کارکوونکو له لوري ټرنینګونه هم ورکړل شوي دي، په دې سره به یادي کورنۍ خپل اقتصاد پیاوړی او د عایدو سرچینې به په لاس ورشي.»

مېرمن نظیفې کلید سره د خبرو پر مهال وویل دلته ډېری داسې کورنۍ شته چې نارینه سرپرستان نه لري، که دا ډول پروګرامونه ورته په لاره واچول شي مېرمنې به تر ډېره برېده پر ځان بسیا شي.

 نوموړې وايي له یادو شنو خونو څخه به د کال په بېلابېلو موسمونو کې ګټه اخلي او ساتل شوي میوه جات او سبزي به ترې بازار ته وړاندې کوي.

« د کورنۍ په اقتصاد کې اغېزناک رول لوبوي ځکه چې د ژمي په موسم کې سبزیجاتو ته اړتیا ډېره وي خو په بازار کې په مناسب شمېر نه پیدا کیږې، موږ به له همدې خونو څخه ګټه اخلو او بازار ته به تازه سبزیجات وړاندي کوو، دا د مېرمنو په اقتصاد کې رغنده رول لري.»

د شابرات په نوم یو بل کس وايې دلته د نارینه وو سربیره زیات شمېر مېرمنې د کور مشري په غاړه لري او په خورا بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

هغه وویل له یادو شنو خونو څخه به مېرمنې د عایداتو تر لاسه کولو په موخه سمه ګټه واخلي او ورځنۍ اړتیاوې به يې ترې پوره کېږې.

« زموږ د خوېندو او د هغوی د اقتصادي د پیاوړتیا لپاره دا خونې ډېر کار کوي خو له اړونده ادارو غوښتنه دا هم کوو چې دې لړۍ ته دې دوام ورکړي او نورو مېرمنو ته دي هم دا څه په واک کې ورکړي.»

یاده دې وي چې د کرنې ریاست په چوکاټ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې تر دې وړاندې هم ځینو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر شوي او عایداتي سرچینې په واک کې ورکړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA