ads

دفاع وزارت: په کندهار کې ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول

دفاع وزارت په کندهار ولایت کې ۱۹ وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
12 لیندۍ 1399
دفاع وزارت: په کندهار کې ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په ژیزړۍ او ډنډ ولسوالیو اړوندو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړ او هغوی یې په شا وتمبول چې په ترڅ کې ۱۲ طالبانو ووژل شول او ۷ تنه نور یې ټپیان شول.

سرچېنه زیاتوي چې د بریدونو په پایله کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA