ads

پکتیکا ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۷ کال پارلمانې ټاکنو ۳۲۰۰ کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړي

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايې د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې سلګونه کسانو په سختو شرایطو او ډيرو تهدیدونو کې کار کړی، خو تر اوسه يې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

خیرالدین ذکي
11 لیندۍ 1399
پکتیکا ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۷ کال پارلمانې ټاکنو ۳۲۰۰ کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړي
پکتیکا

دوی څرګندوي څو ځله يې ټاکنو خپلواک کمېسیون ته مراجعه هم کړې خو تل په تشو ژمنو غولول کیږې.

د پکتیکا ولایت ټاکنو خپلواک کمېسیون مسولین هم مني چې د زیات شمېر کارکوونکو معاشونه پاتې دي خو وايې هڅه کوي چې ژر تر ژره له مرکز څخه د یادو کسانو د معاشونو کار وکړي.

د شادي خان او محمد سلیم په نومونو دوه ځوانان وايې د ۱۳۹۷ کال په پارلمانې ټاکنو کي يې له خورا ډيرو تهدیدونو او ستونزو سره سره کار وکړ خو د معاش درک ېې لا تر اوسه هم نه معلومیږي.

هغوی څرګندوي څو ځله يې ټاکنو خپلواک کمېسیون ته مراجعه کړې خو تل هغوی په تشو ژمنو غولولي دي.

« د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتي په ۲۸ نیټه ټاکنو کې مو کار کړی له هغه راهیسي له دوو کلونو زیات وخت تېر شو خو د پکتیکا د ټولو کسانو معاشونه لا پاتې دي، دا معاشونه يې د ایم پیسه له لارې ورکول کیږې بله ستونزه دلته دا هم ده چې د پکتیکا په اوو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، ټول يې ۳۲۰۰ کسان یو د هر کس معاش له پنځلس سوه افغانۍ څخه تر څلور زره پنځه سوه افغانیو پوري رسیږي.»

د مټاخان ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر او د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې یو تن کارکوونکی عبدالقهار همتیار هم وايې له ډيرو ننګونو او کلکو اخطارونو سره سره يې په ټاکنو کې کار وکړ خو له هغه راهیسې يې د معاش لوری نه معلومیږې.

نوموړي وویل شاوخوا ۳۲۰۰ کارکوونکې چې هغه مهال يې کار کړ د پکتیکا ټاکنو خپلواک کمېسیون ترې معاشونه ځنډولي دي.

« د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو معاشونه د ډيرو زیاتو پکتیکا والو پاتې دي، زموږ غوښتنه داده چې د ټولو کسانو معاشونه ورته ورکړي خلک ډیر زیات اړ دي، په ډيرو سختو حالاتو او د سر په بدل کې يې کار کړی، تاسو فکر وکړئ چې دوه کاله د کوم چا معاش پاتې وي هغه به بیا څنګه کار کولو ته زړه ښه کړي.»

پر همدې مهال د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست رییس بلال شهباز کلید سره په خبرو کې وویل د ۱۳۹۷ کال د پارلمانې ټاکنو د کارکوونکو د معاشونو ستونزه یوازي دلته نه بلکه په ډيری نورو ولایتونو کې هم شته.

هغه څرګندوي دوی تل په دې هڅه کې دي چې له مرکزي کمېسیون سره یوې پریکړې ته ورسیږي او ټول هغه کسان چې کار يې کړی او معاش يې پاتې ده ، معاشونه ورته ورکړي.

« رښتیا هم د ډيرو کسانو پخواني معاشونه پاتې دي خو د ( یو این ډي پي)  اصول داسي دي چې معاشونه د ام پیسه له لارې ورکوي، ستونزه دا هم ده چې د پکتیکا په ډيری ولسوالیو کې مخابراتې شبکې کار نه کوي، ستونزه یوازي په پکتیکا کې نه بلکه په ځینو نورو ولایتونو کې هم شته زموږ نهايې هڅه داده چې له مرکز څځه د دوی پیسې را وغواړو او ټولو ته يې خپل حق ورکړل شي.»

یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو کارکوونکو شکایتونه کړي او ګواښ يې کړی چې که يې غږ وانه وریدل شي او معاشونه يې لا نور هم وځنډول شي په پراخو اعتراضونو به لاس پوري کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA