په نړيواله کچه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بلل شوې او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه يې د درېدو غوښتنه شوې ده.
ارزګان کې ديني عالمان وايي په افغانستان کې روانې جګړې ته په هېڅ مذهب کې جواز نشته او نور دې ډزبندي وشي.
د دغه ولايت ديني عالمان وايي په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو لوی لامل د ګاونډيو هېوادنو لاسه وهنه ده او د جګړې ښکېل غاړې دي تاوتريخوالۍ کم کړي او اوربند دې وکړي.
دوه تنه ديني عالمان مولوی حمد الله ابدالي او مولوی محمد جان وايي.
«دغه ستاسو وژنې دغه ستاسو کړنو ته ولا په هېڅ مذهب کې جواز نشته،زه طالب ورور ته واېيمه د خداي لپاره که ځان د نبيانو وارثه بولئ هغه د خپلو قوم او امت سره دغه ډول کړنې کولې دغه ډول يې جګړې ته دوام ورکړی وو دغه ډول يې خپل قوم وژلی»
ارزګان چې له تېرو پنځه کالو جګړو پرمهال يې خلکو ته زيات ځاني او مالي زيانونه رسېدلي دوی هم د جګړې درېدو غوښتنه کوي.
ددغه ولايت اوسېدونکي وايي له جګړو څخه ډېر زيات ستړي شوي دي او د جګړې ښکېل اړخونه دې نور ورور وژنه بنده کړي او سوله دې وکړي.
دغه خلک وايي د بین الفغاني خبرو پیل کېدو ته دوی خوشحاله دي او هيله لري چې په افغانستان کې يو سرتاسري سوله راځي.
«موږ ته زيات زيان جګړو رسولي دي له جګړو زيات ستړي يو دغه تاوتريخوالی چې په افغانستان کې زيات شوی دی دغه ته موږ انديښمن يو په جګړو وطن نه جوړيږي ټول خلک د سولې غوښتونکي دي»
ارزګان کې پرداسي مهال د ډزبندۍ غوښتنه کيږي چې ددغه ولايت زرګونه کورنۍ د جګړو له امله له خپلو سيمو څخه بېځايه شوي دي او دامهال په بد وضيعت کې ژوند کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

