ads

د کورونا ۲۸۳ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۲۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۴۹۸تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
10 لیندۍ 1399
د کورونا ۲۸۳ نورې پېښې ثبت شوې
له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۶ تنه مړه شوي او ۵۷ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۷۷۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۷۸۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA