ads

د غزني د پروني برید طراح ووژل شو

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په غزني ولایت کې پر افغان سرتېرو د پروني برید طراح له اوو نورو وسله والو سره د افغان سرتېرو له لوري ووژل شو.

محمدخان بریال
10 لیندۍ 1399
د غزني د پروني برید طراح ووژل شو

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي وسله وال نوم حمزه وزیرستاني یاد شوی دی.
خبرپاڼه وایي، حمزه وزیرستاني تېره ورځ د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ په «علي شېر خېل» سیمه کې په هوایي برید کې په نښه شوی دی.
په ترسره شوي هوایي برید کې په ډېره کچه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادولو وړ ده چې تېره ورځ سهار مهال په غزني ولایت کې د ملي اردو پر کنډک په موټر بم برید کې ۳۰ نظامیان ووژل شول او تر ۲۰ نور ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA