ads

د طالبانو بریدونو ارزګانیان اندېښمن کړي

شاوخوا پنځه کاله وړاندې پر ترينکوټ ښار وسله والو طالبانو بريدونه وکړل چې د ښار ځینې برخې يې سقوط کړي چې وروسته امنيتي ځواکونو بیا ځلي عمليات ترسره کړل او وسله وال طالبان يې له ښاره پر شاه کړه.

احسان الله ولسمل
10 لیندۍ 1399
د طالبانو بریدونو ارزګانیان اندېښمن کړي
له تېرو څو مياشتو راهیسې يو ځل بیا وسله والو طالبانو د ارزګان پر ترينکوټ او ولسواليو بريدونه زيات کړي، چې د دغه ولايت دهراوود ولسوالۍ يې سقوط او د ګيزاب ولسوالۍ يې هم زياتي برخې نيولي دي.
د ارزګان اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو وروستي بريدونه د اندېښني وړ دي او امنيتي مسولين دې ورته پاملرنه وکړي.
«زه په نانوايي کې کار کوم، په ارزګان کې د امنيتي وضيعت په اړه اندېښمن يم،هر ورځ چې له کوره ښار ته راځم، ځان ژوندی نه ګڼم.»
پر همدي مهال ولايتي امنيتي مسولين هم مني چې په ارزګان کې وسله وال طالبان وخت ناوخته پر امنيتي پوستو بريدونه کوي، خو د وضيعت په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي.
امنيه قومندان جنرال محمد خطاب خنجري کليد ته وويل، افغان ځواکونه د وسله  والو طالبانو د هر ډول بريدونو د مخنيوي وس لري او خلک دې د وضيعت په اړه ډاډمن اوسي.
«زه د ترينکوټ د امنيت په اړه سل فيصده ډاډ خلکو ته ورکوم، چې هېڅ ډول امنيتي ستونزه به نه رامنځته کېږي.»
وسله وال طالبان بیا وایي، هلته یې په بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA