ads

د اوبه ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، نن سهار په اوبه ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو په ګډو عملیاتو او له وسله والو طالبانو سره د نښتې په پایله کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد رفیق الکوزي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

محمدخان بریال
10 لیندۍ 1399
د اوبه ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د ولیزاده په خبره، په دې نښته کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې په یاده جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA