دا په روان میلادي کال کې هلته تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.
ملګرو ملتونو بشردوستانه ډلې ویلي چې دا برید پر موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري ترسره شوی دی.
د سرچینو په وینا، تر برید وروسته د بوکو حرام ډلې وسله والو ګڼ شمېر مېرمنې هم ورسره وړې دي.
تر اوسه بوکوحرام ډلې پر رسمي ډول د دغه برید په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په نیجریا کې په ورته پېښو کې لاس درلود.
بوکو حرام هغه وسله واله ډله ده چې په دې وروستیو کې یې له داعش ډلې سره بیعت وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


