ads

په لندن کې لاریون کوونکي نیول شوي

د انګلیستان پولیسو اعلان کړی چې په لندن کې یې ۱۵۵ تنه لاریون کوونکي له دې امله نیولي چې د واکسینو او قرنطین پر ضد یې لاریون کړی و.

محمدخان بریال
9 لیندۍ 1399
په لندن کې لاریون کوونکي نیول شوي
د پولیسو په خبره، نیول شوو کسانو پر پولیسو بریدونه هم کړي، نشه یي توکي یې هم درلودل او قرنطین یې مات کړی و.
بلخوا، د پولیسو یو مامور نیول شوي کسان د ۳۰۰ سوه او ۴۰۰ سوه تر منځ ښودلي دي.
د دوی په وینا، ځینې نور کسان چې په موټرو کې سپاره وو او له لاریون کوونکو سره د یوځای کېدو پلان یې درلود، د هغوی مخه هم نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې کورونا او د دې ناروغۍ د مخنیوي له امله لګول شوو محدویتونو په ډېر شمېر هېوادونو کې ورته ستونزې راپورته کړي دي.
ټاکل شوې چې په ډیسمبر میاشت کې په ټول انګلیستان کې قرنطین پایته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA