د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر افغان سوله کې د خپل هېواد د ملاتړ خبره وکړه او له افغانستان سره د خپلو مرستو ډاډ څرګند کړ.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې هېواد یې افغانستان کې اوربند غواړي او همدارنګه د افغان سولې خبرو لپاره کوربه توب ته هم چمتوالی لري.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ترکیې هېواد له مرستو مننه کړې او دا مرستې یې د افغانستان سولې لپاره مهمې بللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ