ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۶۴ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۳ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۶۴ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
8 لیندۍ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۶۴ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۱ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۵۳ زره او ۶۷۷ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۱زره ۹۹۴ په مکسیکو کې ۱۰۴زره او ۲۴۲، په هند کې ۱۳۵زره او ۷۱۵، په بریټانیا کې ۵۷ زره ۶۴۸، په ایران کې ۴۷ زره او ۹۵ او په پاکستان کې ۷۹۴۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA