دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۵۲ زره او ۸۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۰زره ۷۶۹ په مکسیکو کې ۱۰۴زره او ۲۴۲، په هند کې ۱۳۵زره او ۲۲۳، په بریټانیا کې ۵۷ زره ۱۲۸، په ایران کې ۴۶ زره او ۶۸۹ او په پاکستان کې ۷۸۴۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

