دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۵۲ زره او ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۰زره ۱۱۵ په مکسیکو کې ۱۰۳زره او ۵۹۷، په هند کې ۱۳۴زره او ۶۹۹، په بریټانیا کې ۵۶ زره ۶۳۰، په ایران کې ۴۶ زره او ۲۰۷ او په پاکستان کې ۷۸۰۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


