ads

حکومت: د جینوا کنفرانس شوو تعهدواتو ته ژمن یو

د جمهوري ریاست ویاند د چهارشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، حکومت د جنیوا په کنفرانس کې شوو تعهدوداتو ته ژمن او ځواب ویونکی دی او له فساد سره د مبارې، ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره کار کوي.

منصور یوسفزی
5 لیندۍ 1399
حکومت: د جینوا کنفرانس شوو تعهدواتو ته ژمن یو

د مالیې وزارت چارواکي وايي، په نړۍ کې د کورونا له امله رامنځ‌ته شوي اقتصادي کړکېچ ته په کتو سره نړيوالې ټولنې له افغانستان سره ښې مرستې اعلان کړې دي او په روان کال کې به له افغانستان سره ۳،۳ ميليارډ دالر مرسته وکړي.
د دغه وزارت وياند شمعروزخان مسجدي له کليد سره په خبرو کې وويل، که حکومت د سولې پروسې د بريا، ښې حکومت‌والۍ، له فساد سره مبارزې، اداري اصلاحات او عوايدو زيات‌والي په برخه کې خپل تعهدات عملي کړي، نو د مرستو کچه به څه د پاسه ۱۳ ميليارد ډالرو ته ورسېږي.
دی زياتوي، له دغو مرستو څخه به د ځان بسياینۍ لپاره ګټه پورته شي.
مسجدي کليد ته وويل:
«په ټوله نړۍ کې د کورونا له امله رامنځ‌ته شوي کړکيچ ته په کتو سره نړيوالې ټولنې له افغانستان سره ښې مرستې اعلان کړې دي، دوی به د راتلونکي ميلادي کال لپاره له افغانستان سره ۳،۳ ميلیارد ډالره مرسته وکړي او که افغانستان د سولې پروسې د بريا، ښې حکومت‌والۍ، له فساد سره مبارزې، اداري اصلاحات او عوايدو زيات‌والي په برخه کې خپل تعهدات عملي کړي، نو د مرستو کچه به څه د پاسه ۱۳ ميليارد ډالرو ته ورسېږي، دا مرستې مشروط دي او دا د حکومت غوښتنه هم وه چې دوی بايد مرستې وکړي په هر شرایط یې چې کوي.»
د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي، د نړيوالې ټولنې پراختيايي مرستې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره خورا اهميت لري.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د يوه واحد، خپلواک، سوله‌ييز او ډيموکراټيک افغانستان پر رامنځ‌ته کېدو ټينګار کوي.
د خبرپاڼې په حواله، دوی له نړيوالې ټولنې غواړي چې سولې ته د رسېدو، پراختيا او بيارغونې په برخو کې له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:
«د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د نړيوالې ټولنې مرستې خورا مهمې دي او اهميت لري، موږ د يوه واحد، سوله‌ييز او ډيموکراټيک افغانستان پر رامنځ‌ته کېدو چې نړيواله ټولنه هم ترې ملاتړ کوي، ټينګار کوو.»
بل لور ته د چارو شنوونکي بيا د نړيوالې ټولنې مرستو د اغېز په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د اقتصادي چارو شنوونکی سيف‌الدين سيحون وايي، د افغانستان حکومت نړيوالو مرستو پورې تړلی دی او دې مسلې ته په کتو سره د حکومت د بقا او پايښت لپاره دا مرستې مهمې دي.
دی زياتوي، تېرو تجربو ته په کتو سره ښايي حکومتي چارواکي په يو ډول نړيوال مالي ملاتړ هېوادونه د مرستو لپاره قانع کړي، خو شوي تهعدات به عملي نه‌کړي.
د سيحون په خبره، دا بلاعوضې مرستې دي او د افغانستان د پراختيا او بيارغونې لپاره ورکول کېږي.
نوموړي ته وويل:
«افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې ډېره تکيه پر نړيوالو مرستو کوي، او شته حکومت د بقا او پايښت لپاره دا مرسته له دې اړه ډېره ګټوره ده، تېرو تجربو ته په کتو سره زه فکر نه‌کوم چې حکومت دي په دې کنفرانس کې شوي تعهدات عملي کړي.»
افغان حکومت ته د دغو مرستو د ورکړې په برخه کې يو شرط هم دا دی چې د سولې خبرې باید يوې پايلې ته ورسېږي.
د سياسي چارو شنوونکی اجمل هوتک بيا په دې اړه وايي، نړيوال مالي ملاتړ هېوادونه له افغانستان سره بې‌سارې مالي مرستې ترڅنګ، کولی شي د سولې پروسې پر ښکېلو خواوو د سولې او اوربند ټينګښت غوښتنه هم وکړي.
دی زياتوي، په هېواد روانه جګړه د نړيواله هېوادونو او تپل شوې جګړه ده، که نړيوال وغواړي، نو ډېر ژر به په هېواد کې سوله ټينګه شي.
د هوتک په خبره، دا مرستې د افغانستان د ثبات او بيارغونې لپاره خورا مهمې دي او دواړه خواوې بايد د دغو مرستو د راجلبولو په هدف په خپلو کې سوله وکړي.
نوموړي کليد ته وويل:
«نړيوال هېوادونه چې له افغانستان سره بې‌سارې او بې‌کچې مرستې کولی شي، دا هم کولی شي چې د سولې پر ښکېلو خواوو غږ وکړي، څو په خپلو کې سوله او اوربند وکړي، دا جګړه د افغانانو نه، بلکې د نړيوالو ده او پر افغانانو تپل شوې او که نړيوال وغواړي په يوه مياشت کې د سولې خبرې برياليتوب ته رسولی شي.»
د تېر ۲۰۱۸ کال په جينوا کنفرانس کې له افغانستان سره د شاوخوا ۱۵ ميلیارد ډالرو د مرستې اعلان شوی و او ترڅنګ یې افغانستان تعهد کړی و چې له فساد سره د مبارزې، اداري اصلاحات، د عوايد زيات‌والي، ښې حکومت‌والۍ، حساب ورکونې او ځان‌بسياينې په برخو کې کار وکړي.
اوس باورونه دا دي چې افغانستان په تېر جينوا کنفرانس کې شوي تعهدات تر ډېره عملي نه‌کړل، خو د مالیې وزارت د معلوماتو له‌مخې، حکومت تر ۹۰سلنه تعهدات عملي کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA