نوموړي تېره شپه ناوخته پر خپل ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
د ده په وینا، دا هغه څه دي چې د ترهګرۍ، افراطیت او کورونا ویروس پر وړاندې د ګډې مبارزې لامل کېږي.
بایډن پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ هغه ته د واک له لېږد سره هوکړه وکړه.
ټرمپ پرون ناوخته پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې د عمومي خدمتونو ادارې مدیر مورفي ته یې دنده سپارلې چې د قدرت د لېږد لپاره لازم اقدامات وکړي.
هغه زیاته کړې چې په ټاکنو کې پر ماتې سربېره به مبارزې ته دوام ورکړي.
مورفي بیا په یو لیک کې لیکلي چې جوبایډن به د فدرال خدمتونو ته لاس رسی ولري، څو د واک په لېږد کې اسانتیا رامنځته شي.


