ads

پکتیکاوال: ګاونډي هېوادونه د سولې پروسه له خنډ سره مخ کوي

قومي مشر ملک سردارخان کلید سره په خبرو کې وویل، ګاونډي هېوادونه هېڅکله په افغانستان کې سوله او امن نه غواړي، ځکه هم په دې هېواد کې د جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

خیرالدین ذکي
4 لیندۍ 1399
پکتیکاوال: ګاونډي هېوادونه د سولې پروسه له خنډ سره مخ کوي

هغه څرګندوي، نړیواله سازمانونه باید پر یادو هېوادونو فشار راوړي، څو د افغانستان د سولې په اړوند روانې خبرې بریالي پړاو ته ورسوي.
«دا ټولو هېوادوالو او نړیوالو سازمانونو ته روښانه ده چې په افغانستان کې جګړه د پاکستان، ایران او ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ په مخ وړل کېږي، دوی په افغانستان کې هېڅکله سوله نه غواړي، دوی جګړه پر مخ وړي او د افغانانو ویني تویوي.»
یو شمېر نور مشران بیا وايي، په افغانستان د سولې روانو خبرو ته خوشبینې ډېره شوې، دواړه لوري دي له خپلو ډېرو شرطونو تېر شي او هر څومره ژر باید روانه بدمرغه جګړه پای ته ورسوي.
«د سولې خبرو د چټکتیا په هدف دې د جګړه ښکیل دواړه لوري د افغانانو عذر او غوښتنې په پام کې ونیسي، له خپلو شخصي غوښتنو او شخصي فرمایشونو دې تېر شي، د سولې خبرو چټکتیا ته دي لومړیتوب ورکړي.»
د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته مېرمنو په خپلو خبرو کې وویل، موجوده نظام او بنسټونه د ډېرو ستونزو او خواریو په ګاللو لاسته راغلي، ځکه هم باید اوس ترې په کلکه ننګه وشي.
«څنګه چې موږ او تاسو ټول پوهیږو چې موجوده نظام په اسانۍ لاسته نه ده راغلی، موږ په زرګونو شهیدان ورکړي او ډېري سختۍ مو ګاللې ځکه هم اوس له نظام څخه په کلکه ننګه کوو.»
بل لور د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشید امان کټوازي پر حکومت د نیوکې په کولو سره وویل ولسونو تل د نظام او امنیتي سرتیرو د ملاتړ په برخه کې په رښتینې توګه خپل کلک ملاتړ څرګند کړی خو په قول يې حکومت ولسونو ته هیڅ هم نه دي کړي.
هغه څرګندوي په نظام کې شته فساد د دې لامل شوی چې ولسونه له حکومت څخه نا راضه دي او خپله امنیتي وضعیت هم ورځ تر بلې د خرابیدو پر لور ځي.
«د نظام ملاتړ ولسونو کړی ده خو نظام له خلکو سره هغه څه نه دي کړي چې باید کړي يې وای، په دې نظام کې لا هم په لوړه کچه فساد شتون لري که زه مفسد یم راشئ غرغره مي کړئ خو حکومت باید د ټولو مفسدو کړیو پر وړاندې جدې مبارزه وکړي، ولسونو خپل مسولیت ادا کړی، په تش لاس د نظام تر څنګ دریدلي سره له دې چې دوی ټول اوس هم د طالب تر ګواښ لاندې ژوند کوي.»
یاده دي وي چې څو ورځې وړاندې هم د کټواز زون ۷ ولسوالیو ځايي مشرانو او ځوانانو د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ دا ډول لویه ولسې غونډه جوړه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA