ads

ټرمپ بایډن ته د واک لېږل ومنل

د امریکا اوسني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رییس جوبایډن ته د قدرت له لېږد سره هوکړه کړې ده.

محمدخان بریال
4 لیندۍ 1399
ټرمپ بایډن ته د واک لېږل ومنل
د امریکا جمهور رییس ټرمپ

نوموړي تېره ورځ ناوخته پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې د عمومي خدمتونو ادارې مدیر مورفي ته یې دنده سپارلې چې د قدرت د لېږد لپاره لازم اقدامات وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې په ټاکنو کې پر ماتې سربېره به مبارزې ته دوام ورکړي.
مورفي په یو لیک کې لیکلي چې جوبایډن به د فدرال خدمتونو ته لاس رسی ولري، څو د واک په لېږد کې اسانتیا رامنځته شي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې ټرمپ په ټاکنو کې د بایډن له بریا سره مخالفت اعلان کړی و.
هغه ویلي وو چې په ټاکنو کې درغلي شوې او ځان یې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی و، خو د امریکا د ټاکنو کمېټې د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکي په ټاکنو کې درغلي شوې ده.
دې کمېټې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي وو چې د امریکا په ترسره شوو ټاکنو کې د درغلۍ پر بنسټ هېڅ سند نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA