ads

په نرخ ولسوالۍ کې یو ښوونځی ورغول شو

د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د یو ښوونځي رغېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
3 لیندۍ 1399

له دغه ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په پیارو خېلو سیمه کې د نجونو او هلکانو ابتداییه ښوونځی د څلور میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په ارزښت تر رغېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبرپاڼې په وینا، یاد ښوونځی شپږ ټولګي، اداري خونه او دری تشنابونه لري چې د یو کال په موده کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پرګرام له لوري په اساسي توګه رغول شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې سره به د نرخ ولسوالۍ سلګونه هلکان او نجونې د زده کړې په برخه کې له اسانتیاوو او امکانانو برخمن شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA