ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۵۶ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۲ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۵۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
3 لیندۍ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۵۶ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۸ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۹ زره او ۸۲۳ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۹زره ۱۸۳ په مکسیکو کې ۱۰۰زره او ۸۲۳ په هند کې ۱۳۳زره او ۲۲۷، په بریټانیا کې ۵۵ زره ۱۲۰، په ایران کې ۴۴ زره او ۸۰۲ او په پاکستان کې ۷۶۹۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA