ads

پر کابل ښار د څلورو راکیټونو مخه ونیول شوه

د افغانستان دفاع وزارت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د څلور بي ام یو» راکیټونو د مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
3 لیندۍ 1399
پر کابل ښار د څلورو راکیټونو مخه ونیول شوه

له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ځواکونه یې پر دې توانېدلي، څو پر کابل ښار د څلورو راکېټونو مخه ونیسي.
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، څلور راکیټونه، چې د طالبانو له خوا د پغمان ولسوالۍ په قلعه قاضي سیمه کې پر کابل ښار د توغو لپاره عیار شوي وو، تېره شپه یې د افغان سرتېرو د عملیاتو په پایله کې مخه ونیول شوه.
د دغو راکیټونو مخه پر داسې مهال نیول کېږي چې د شنبې په ورځ پر کابل ښار د ۲۴ راکیټي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۵۱ نور ټپیان شول.
د تېرو راکیټي بریدونو پړه داعش ډلې منلې وه.
که څه هم افغان حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر دې وړاندې پر ګڼ مېشتو سیمو د داسې بریدونو له ترسره کولو ډډه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA