ads

ټاکل شوې چې نن د جینوا کنفرانس پیل شي

په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ په سویس کې له افغانستان سره د مرستو په هدف د جینوا کنفرانس پیل شي او تر سبا به دوام وکړي.

محمدخان بریال
3 لیندۍ 1399
ټاکل شوې چې نن د جینوا کنفرانس پیل شي

په دغه کنفرانس کې به د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ اعلان کړي.
د افغانستان په استازیتوب یادې غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ورغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، محمد حنیف اتمر د جینوا په کنفرانس کې د ګډون په هدف وړمه ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس هېواد ته سفر پیل کړ.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په دغه سفر کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د پانګوونې د اسانتیا واحد رییس عطالله نصیب او د یادو وزارتونو یو شمېر نور سلاکاران د حنیف اتمر ملتیا کوي.
بلخوا، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اتمر به د جینوا تر کنفرانس وروسته د اسلامي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف نایجریا هېواد ته سفر وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA