دی زياتوي، تلپاتې سولې ته د رسېدو په هدف بايد د جګړې ټول عوامل د هېواد په منځ کې تحليل او بررسي شي.
د پدرام په خبره، په قطر کې د سولې تړون لاسليک که څه هم ستونزمن ښکاري، خو له لاسليکېدو سره به یې په هېواد کې تلپاتې سولې ته رسېدو زمينه برابره نهشي.
نوموړي وويل:
«دا سولې په پروسه کې له شک پرته د پاکستان نقش مهم دی، خو ترڅنګ یې د هند نقش هم مهم دی او بايد له افغانستان سره د هند اړيکې هم نقد شي، موږ تر هغې سولې ته نهشو رسېدلی، څو چې د جګړې، بدبختيو او سولې عوامل د هېواد په منځ کې بررسي نهکړو.»
په ورته وخت کې د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، د سولې په پروسه کې د پاکستان نقش په شدت حياتي دی او افغانستان له دغه هېواد سره په امنيتي، ديني، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې ژورې اړيکې لري.
دی زياتوي، سولې ته د رسېدو په هدف دې لومړی داسې سياسي نظام رامنځته شي چې ټول قومونه ځان پهکې پيدا کړي او ترڅنګ یې بايد بهرنی سياست او اړيکې متعادلې وي.
مسعود وويل:
«د سولې په پروسه کې د پاکستان نقش په شدت حياتي او مهم دی، موږ له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو لکه اقتصادي، ديني، مذهبي، امنيتي او نورو برخو کې عميقي اړيکې لرو، سولې ته د رسېدو لپاره دوه پایې موجودې دي؛ لومړی بايد داسې سیاسي نظام د هېواد په داخل کې رامنځ ته شي چې ټول اقوام ځان پهکې پيدا کړي او دغهراز بايد د هېواد بهرنی سياست او اړيکې متعادلې وي، له يو هېواد سره اړيکې نهبايد بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.»
بل لور ته د مدني ټولنو د فدراسيون رییس صدیق منصور انصاري بيا وايي، د افغانستان په روان امنيتي وضعيت او جګړه کې پاکستان پوځ او استخبارات لوی لاس لري.
دی زياتوي، پاکستان ته یې سپارښتنه دا ده چې د افغان سولې په پروسه کې دې رښتني ګامونه پورته کړي.
انصاري وويل:
«له بده مرغه د افغانستان په جګړې او ناامنۍ کې د پاکستان پوځ او استخبارات لوی لاس لري، دغه هېواد بايد د سولې په پروسه کې صادقانه او رښتنې ګامونه پورته کړي، زه د پاکستان پر ولس غږ کوم چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت او پراختيا لپاره دې همکاري وکړي، دلته پراختيا او ثبات د هغوی د ثبات په مانا هم ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې شاوخوا درې مياشتې کېږي په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي پر مذاکرې بوخت دي.
تازه داسې راپورنه خپاره شوي چې د مرکچي پلاوو ترمنځ شته اختلافي موارد تر ډېره حل شوې دي.


