خلیلزاد پر خپل ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې، د افغان سولې په تړاو د پاکستان دا ډول هڅې کولی شي په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي.
نوموړي په ورته وخت کې په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو او د تاوتریخوالي کمولو په تړاو د پاکستان د هڅو هرکلی کړی دی.
خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې عمران خان کابل ته د خپل سفر پر مهال له جمهور رییس محمد اشرف غني سره یوځای خبري کنفرانس ته وویل چې کابل ته یې د سفر هدف د دواړو حکومتونو تر منځ باور رامنځته کول او د اړیکو رغول دي.
هغه پخپلو خبرو کې زیاته کړه، پاکستان په ټول وس په افغانستان د تاوتریخوالي کمېدو او د سولې راتګ لپاره هڅې کوي.