د لبنان پولیس وایي، دغه بندیان تېره ورځ تښتېدلي او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د پولیسو د اعلامیې پر اساس، په یوه ټرافیکي پېښه کې پنځو بندیانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور بیرته پولیسو ته تسلیم شوي دي.
بلخوا، د لبنان امنیتي ځواکونه د ۱۵ بندیانو پر نیولو هم بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د کورونا ویروس له امله د بندیانو د عمومي بښلو غوښتنه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


