ads

د ښاري نظم لپاره د پولیسو ځانګړې قطعه جوړه شوه

د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند محمد لعل امیري له کلید سره په خبرو کې وویل، ځيني وختونه ښاریانو او هټيوالو د ښار له بې نظمي او امنیتي ستونزو څخه دوی ته شکایتونه راوړل.

خیرالدین ذکي
2 لیندۍ 1399
د ښاري نظم لپاره د پولیسو ځانګړې قطعه جوړه شوه

نوموړی څرګندوي، د یادو ستونزو د حل او امنیتي حالت د ښه کېدو لپاره يې د ملي پولیسو ځانګړې قطعه جوړه کړه چې سرو کار به يې یوازي د ښار له امنیت سره وي.
« د دې قطعې له جوړولو څخه مو یوازنۍ موخه دا ده چې په ښار د بې نظمیو مخه ونیسو لکه چې خلکو شکایت کاوو چې په ښار کې په شخصي جامو کې خلک له وسلو سره ګرځي، موږ د همدې لپاره دا کار وکړ هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې په ښار کې بې نظمې رامنځته کړي یا د پولیسو له یونیفورم څخه ناوړه ګټه واخلي.»
د دستګیر په نوم د ښرنې ښار یو تن هټیوال وايې په ښار کې اوس مهال ډيري بې نظمۍ موجودي دي، په شخصي یونیفورم کې کسان له وسلو او سلاوو سره تګ راتګ کوي چې دا خپله امنیت ته ګواښ دی.
هغه وویل د ښار لپاره د پولیسو د ځانګړې قطعې په فعالیت سره به شته بې نظمۍ له منځه لاړي شي او امنیتي حالت به هم ورسره ښه شي.
«پکتیکا امنیه قومندانۍ د ښار د ساتنې او امنیت لپاره یوه قطعه ګمارلې ده، دا يې نیک اقدام کړی ښاریان ترې هر کلي کوي ځکه چې که دا قطعه په سمه توګه خپل مسولیت سرته ورسوي هرومرو ورسره امنیت ښه کېږي.»
پر همدې مهال ځیني اوسیدونکي وايې په وروستیو څو ورځو کې د ټول هېواد امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او خلک ترې په وېره کې دي.
دوی څرګندوي په ښارونو سربیره دي په کلیوالي سیمو او ښار ته پر غځیدلو لویو لارو کې امنیتي کمربندونه ټینګ او تالاشیانې دي منظمې شي تر څو د نا امنیو د پېښو مخنیوی وشي.
« په ټول هېواد کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه ده په ښارونو سربیره باید د لویو لارو، کلیو او بانډو امنیت ته پام ډير شي، تالاشۍ دي منظمې کړي، چک پاینټونه او کمربندونه دي جوړ کړي تر څو ولسونه د ارام ساه واخلي او پرته له وېري ژوند وکړي.»
یاده دي وي چې ډير کله په ښار کې د پولیسو له خپل سرو کړنو او ښارې بې نظمیو څخه هټيوالو شکایتونه کړي او دې برخې ته يې د مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA