ads

د تورخم دروازه د موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د تورخم دروازه له څو ساعته بندښت وروسته د ترانزیټ پر مخ خلاصه شوې ده.

جان اغا صالح
2 لیندۍ 1399
د تورخم دروازه د موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د تورخم دروازه بېګاه شپه شاوخوا یوه بجه د دواړو لورو د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
خوږیاڼی وایي، له یوې ورځې وروسته به د مسافرو پر مخ د پخوا په څېر پرانیستې وي.
د تورخم دروازه تېره ورځ د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA