ads

کورنیو چارو وزارت: پر کابل ښار د راکټي مرمیو توغولو په ترڅ کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن سهار ۸ بجې ترهګرو د کابل ښار په بېلا بېلو برخو ۱۴د راکیټ مرمۍ توغولي دي چې له کبله یې ۱۴ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
1 لیندۍ 1399
کورنیو چارو وزارت: پر کابل ښار د راکټي مرمیو توغولو په ترڅ کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

د دغه وزارت ویاند طاریق ارین کلید ته وویل چې یاد راکیټونه د کابل ښار د چهار قلعه برج برق سیمه، د طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته څېرمه، د ګل سرخ څلور لارې، د صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، د سپین زر واټ، ملي ارشیف ته څېرمه، د لېسې مریم په مربوطاتو کې او ۵۰۰ فامیلیو کې لګیدلي دي.

د ارین په خبره په دې پېښه کې درې تنو ملکي وګړو ژوند بایللی او ۱۱تنه نور ټپیان شوي دي.

خو بل لورته بیا د روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي چې روغتونونو ته ۵ جسدونه او ۲۵ زخمیان وروړل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر کابل ښار نني بریدونه دوی پورې اړه نلري او کومې بلې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي.

افغان چارواکو او د امریکا سفارت پر کابل ښار کې ننۍ چاودنې او توغندیز بریدونه غندلي دي او دا یې  بشریت ضد عمل یاد کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA