ads

په هلمند ښار کې کابو ۳۰۰ ماشومان درانه کارونه کوي

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې په سلګونه تنه کم عمره ماشومان له تعلیم نه بې برخې او په درانه کارونو بوخت دي.

حضرت محمد روحاني
1 لیندۍ 1399
په هلمند ښار کې کابو ۳۰۰ ماشومان درانه کارونه کوي
هلمند هیلۍ چوک

دا ماشومان له سهار نه تر ماښامه درانه او اوږد مهاله کارونه کوي څو د کورنۍ مصاروف پوره کړي

په دې ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، چې د بې سرپرسته او په شاقه کارونو د بوخت ماشوانو سره یې مرسته کړي او پلان لري چي د یوې سروې له لارې واقعي بې سرپرسته ماشومان په نښه او مرسته ورسره وکړي.

هلمند ولایت کي په سلګونه تنه د کم عمر لرونکي ماشومان په شاقه (درنو او اوږد مهاله) کارونو بوخت چي له تعلیم نه هم بې برخې پاتې دي .

دا ماشومان د ورځې له سهار نه تر ماښام پورې ریړۍ، ګاډۍ چلوي چي پکې درانه بارونه وړي او په دوکانونو او مستري خانو کې په کارونو لګیاوي چي ډېر کله په هغه ځای کې د مسول کس له لوري پرې سخت کار او درنې وسپنې پورته کېږي او ډېری ماشومان بیا د ورځې له پیل نه بیا تر ناوخته پوري پلاستیکان او ټیمان ټولوي چې له دې لارو خپلو کورنیو ته نفقه په لاس راوړي

په دې اړه څو تنو ماشومانو کلید ته وویل بې سرپناه او بې مشره دي، کور کې اته تنه ور تر غاړي دي.

دورځې تر ۸۰ افغانیو پوري پیسې په لاس راوړي چي د دوی د کور مصارف پرې نشې پوره کولای.

دوی له دولت نه غوښتنه وکړه  چي لاس نیوی یې وکړي تر څو دوی هم د نورو ماشومانو په څېر روښانه راتلونکی ولري او زده کړو ته مخه کړي.

«کرۍ ورځ دلته ټيمان ټولوم دغه چې خرڅ کړم بیا د کور لپاره ډوډۍ ورباندې اخلم صرف دومره شي چې د کور لپاره ډوډۍ واخلم دا کار زموږ د کورهېڅ مصارف نشي پوره کولای»

« د ورځې یا لس روپی او ۱۵۰افغانۍ پیدا کړو نور څه نشته تعلیم ته وخت نه لرو زدکړه کله وکړو»

همدغه راز بیا د هلمند کار او ټولنیزو چارو د ریاست مرستیال محمد امان نیکمل وایي چي تر دې مهال تر ۳۰۰ پوري ماشومان چې د ښاروالۍ له لوري سروې شوي په سختو کارونو بوخت دي چي د ځينو سره یې مرسته تر سره کړې او په دې برخه کي بېلابېل د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پلي کړي دي

نوموړی وایې چي تر۸۵ پورې یتیم ماشومان یې په وړکتون کې شامل کړي او پلان لري چي د یونسیف موسیسې په همکارۍ د یوې سروې له لارې واقعي بې سر نوشته او یتیم ماشومان په نښه او مرسته ورسره تر سره کړي.

« کوم ماشومان چې په بازار کې په شاقه کارونو باندې بوخت دي موږ د یوې سرورې له مخې د ګذر د وکیلانو سره مو سروې کړې ده په تعداد د۳۰۰ماشومان د مختلفو اسنادو په لرولو سره په شاقه کارونو بوخت دي کیدای شي ترلازیات هم وي، خو موږ پلانونه لرو ترڅو دغه مشاومان په نښه کړو او مرسته ورسره وکړو »

بلخوا بیا په لښکرګاه ښارکې د عقلي، عصبي او رواني ناروغیو متخصیصين ډاکتران وایې چي پر کم عمر لرونکو ماشومانو درانه کارونه کول یې پر ذهن، روح، فزیکي او رواني حالت منفي اغیز لري

دوي زیاتوي چي په راتونکي کې دا ماشوم به هم د ټولنې او هم د کورنۍ د اوږو باروي .

دیادولو وړ ده چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په داسې حال کې سلګونه ماشومان بې سر پناه او بې سرپرسته شاقه کارونو ترسره کوي چې د ماشومانو د خوندیتوب د کمیټې په راس کې خپله  د هلمند والي هم قرار لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA