ads

ولسي جرګې لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرکې نن (شنبه د لیندۍ پر لومړۍ) د نوې کابینې لس غړو ته د باور رایې لپاره صندوقونه ایښي وو، چې لس واړه نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.

شمس الرحمن شمس
1 لیندۍ 1399
ولسي جرګې لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

فضل احمد معنیوي د ۲۲۰ رایو تایید سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د عدلې وزیر په صفت وټاکل شو.

مسعود اندرابي د ۲۱۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د کورنیو چاروز د وزیر په توګه وټاکل شو.

نثار احمد غوریاني د ۲۱۳رایو په ترلاسه کولو سره د ولسی جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د وزیر په توګه وټاکل شو.

 اسدالله خالد ۲۰۶ مثبتو رایو ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.

عبدالهادي ارغندیوال هم د ۲۰۵ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د افغانستان د مالی وزیر په صفت وټاکل شو.

محمد حنیف اتمر د ۱۹۷مثبتو راییو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.

عباس بصیر د ۱۹۷تایید رایو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د لوړو زده کړو د وزیر په توګه وټاکل شو.

بشیر احمد ته‌ینج د ۱۹۰تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د کار او ټولنیزو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د حج او اقافو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.

معصومه خاوري د ۱۵۴تایید رایو ترلاسه کولو سره د باور رایه ترلاسه کړه او د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت لپار د وزیرې په توګه وټاکل شوه

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA