ads

راس ویلسن: په کابل کې د نن ورځې راکټي بریدونه او چاودنې غندم

په کابل کې د امریکا سفارت د نن سهار راکټي بریدونه او د دوو چاودنو له کبله خپله خواشیني څرګنده کړه.

شمس الرحمن شمس
1 لیندۍ 1399
راس ویلسن: په کابل کې د نن ورځې راکټي بریدونه او چاودنې غندم

د دې سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په کابل ښار کې د نن سهار راکیټي بریدونه او دوه چاودنې غندي او په وینا یې افغانان باید ترور کې ژوند ونه کړي.

نوموړي د وژل شویو  او ټپیانو کورنیو سره خپله غمرازي ښودلې.

راس ویلسن په خپل بل ټوېټ کې لیکلي چې امریکا به له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي څو د ورته بریدونو مخه ونیسي او د پېښو عاملین محاسبه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار پر کابل ښار د ۱۴ راکیټي بریدونو او دوو چاودنو له کبله شاوخوا ۱۸کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې څلور په کې امنیتي منسوبین دي

وسلوالو طالبانو د راکیټي بریدونو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي چې دوی پورې اړه نلري، خو تر اوسه کومې بلې وسلوالې ډلې هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA