ads

د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د يوې څېړنې پايلې ښيي چې په هېواد کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زيات شوی او اوس‌مهال شاوخوا ۸،۱۲ ميليون ماشومان بشر دوستانه مرستو ته اړتيا لري.

منصور یوسفزی
1 لیندۍ 1399
د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

دوی زياتوي، د يوې بلې څېړنې پايلې یې بيا ښيي چې په ټول هېواد کې ۶۷ ماشومان مشخص بې‌هويته دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې کمېشنره راضيه صياد د شنبې پر ورځ په يو خبری کنفرانس کې وويل، په افغانستان کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته ماشومان له بېلابېلو اړخونو زيانمن شوې دي.

دا زیاتوي، د دوی څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲،۹ ميليونو ته رسېدلی چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او همدا راز ۸،۱۲ ميليون ماشومان بيا بشر دوستانه مرستو ته اړتيا لري.

د صياد په خبره، د کرونا په درشل کې ۱۰ ميليون ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوې او ۱۰۲ خصوصي او دولتي ښوونځيو له ډلې يوازې ۵ دولتي او ۱۱ خصوصي ښوونځيو تاييد کړې چې انلاين زده‌کړې یې وړاندې کړې ډي.

نوموړې وويل:

«د کرونا ویروس د خپرېدو په بحران کې ماشومان له بېلابېلو اړخونو زيانمن شول، زموږ څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲،۹ ميليونو ته رسېدلی چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او همدا راز ۸،۱۲ ميليون ماشومان بيا بشر دوستانه مرستو ته اړتيا لري.»

نوموړې دغه‌راز زياته کړه، د قرنطين پرمهال او د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۴۱ قضیې ثبت شوي چې د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ۱۳،۵ سلنه کم‌والی ښيي.

صياد وويل:

«د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې چې کرونا ویروس هم خپور شوی و د تاوتريخوالي ۱۴۱ قضیې ثبت شوي چې د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ۱۳،۵ سلنه کم‌والی ښيي.»

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ماشومانو ملي هماهنګ کوونکی نجیب‌الله ځدراڼ بيا وايي، د دوی د يوې بلې څېړنې پايلې ښيي چې د هېواد د ۲۵ ولايتونو په روزنتونو کې ۶۷ ماشومان هويت نه‌لري او ډېر شمېر یې په هرات ولايت کې دي.

دی زیاتوي، د بې‌هويته ماشومانو له ډلې ۵۳ یې هلکان او پاتې ۱۴ یې نجونې دي.

ځدراڼ وويل:

«زموږ بله څېړنه ښيي چې د هېواد د ۲۵ ولايتونو په روزنتونو کې ۶۷ ماشومان هويت نه‌لري او ډېر شمېر یې په هرات ولايت کې دي.»

بل لور ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د ساتنې سکرتريت رییس نجیب‌الله اخلاقي وايي، دوی د کرونا ویروس د خپرېدو په درشل کې په ټولو ولايتونو کې حمايتي خپرونې درلودې او يوازې د کابل په ۲۱ ناحيو کې یې سروې کړې او يو شمېر ماشومانو سره یې مالي مرستې هم کړې دي.

دی زياتوي، له کرونا څخه د زيانمن شويو ماشومانو لپاره يو شمېر نور حمايويي پروګرامونه هم په پام کې لري.

اخلاقي وويل:

«موږ د کرونا ویروس د خپرېدو په درشل کې د هغو ماشومانو لپاره چې له دې ویروس څخه زيانمن شوي وو په ټول هېواد کې حمايويي پروګرامونه درلودل او يو شمېر نور پروګرامونه هم په پام کې لرو.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۱۱۲۸ پر کرونا ویروس اخته شوې او له ډلې یې شپږو ماشومان مړه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA