ads

دکورونا ۱۴۰ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۱۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۵۰۳تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۱۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۵۰۳تنو ته ورسېد.
1 لیندۍ 1399
دکورونا ۱۴۰ نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزرات څخه د شنبې ورځ په خپرو شوو شمېرو کې لیدل کېږي چې، په یاده موده کې له دې وبا څخه۱۲ تنه مړه شوي او ۵۲ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۶۷۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۴۲۲ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA