ads

دفاع وزارت: هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هلمند ولایت په ناوې، نادعلي او نهرالسراج ولسوالیو کې د هوایي ځواک په مرسته د وسلوالو طالبانو د بریدونو مخنیوی په هدف عملیات کړي دي.

شمس الرحمن شمس
1 لیندۍ 1399
دفاع وزارت: هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په یادو عملیاتو کې د یوه سرګروپ مولوي بلال په ګډون ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۶نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د هوايي برید پرمهال د وسله والو طالبانو يوه عراده موټر چې زيکويک سلاح ورباندې نصب وه، په بشپړ ډول له منځه وړي دي او همدارنګه یې ۳۰ کړۍ د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA