ads

جمهور رییس غني: د سولې خبرو لپاره باید اوربند وشي

جمهور رییس محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي څو یاده ډله اوربند ته غاړه کېږدي.

شمس الرحمن شمس
1 لیندۍ 1399
جمهور رییس غني: د سولې خبرو لپاره باید اوربند وشي

له ارګ څخه پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ویډیویي بڼه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې چمهور رییس د خپلو خبرو پر مهال وویل چې سوله ورته لومړیتوب لري، خو د دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي شي.

جمهور رییس وویل طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي چې پر یادې ډلې لګول شوي وو.

جمهور رییس غني زیاته کړه په بندیزونو کې یوازې هغه مهال بدلون راتلای شي چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسي.

جمهور رییس غني همدارنګه د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید اوربند وکړي او د سولې لپاره ګډ کار ته غاړه  کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې له دوو میاشتو له ځنډ وروسته د بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی شوی او د راپورونو له مخې دواړو خواوو په څلور اصولو هوکړه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA